کور / تازه خبرونه / هرات : وسله وال د سولي د پروسې سره يوځاى سوي

هرات : وسله وال د سولي د پروسې سره يوځاى سوي

په هرات کي د دوو قوماندانانو په ګډون٢٢ وسله وال طالبان د سولي له پروسي سره يو ځاى سول.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د طالبانو د وسلي تسلمولو پر مهال وويل،چي دوى ته به کاري زميني برابري او خونديتوب ته به يي پاملرنه وکړي.
دغه راز د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپى وايي،چي د تير يونيم کال په جريان کي ٩٠٠ وسله وال د سولي له پروګرام سره يو ځاى شوي دي.
ساپى زياتوي، له سولي سره يو ځاى شويو ٩٠٠ وسله والو له ٦٢ بيلابيلو ګروپونو سره تړاو درلود.
د امنيه قوماندان په خبره،چي همدا اوس يي له شاوخوا ٦٠ نورو وسله والو سره خبري رواني دي، چي له جګړي د لاس اخيستلو ليوال دي.
له سولي سره يو ځاى شوي وسله وال ١٢ تنه د شينډنډ د زيرکو او ١٠ نور يي د انجيل ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
د دي وسله والو يوتن قوماندان او د شينډنډ اوسيدونکي ملا عبدالرحيم وويل،چي نور له جګړي ستړى سوى او د ده په څير نور وسله وال هم غواړي، چي جګړه پريږدي.
ده زياته کړه،چي لس کاله يي مبازره وکړه،خو اوس يو ميليون افغانۍ پوروړى دى.
په هرات کي د سولي شورا د سيمه ييز دفتر مشر مولوي غلام سرور وايي،چي له سولي سره يو ځاى شويو کسانو ته به د دوى د وړتيا او غوښتني سره سم کاري زميني پيدا کړي.
د ده په خبره، چي د دوى قوماندانانو ته به د شپږو مياشتو لپاره هره مياشت ١٣٠٠٠ افغانۍ او وسله والو ته به يي ٨٠٠٠ افغانۍ معاش هم ورکول کيږي.
دغه ٢٢ وسله والو له ځان سره راوړي وسلي،چي کلاشينکوفونه او ماشيندار په کي شامل و، د هرات والي ته وسپارلي،چي بيا وروسته په همدي محفل کي د ډياګ پروګرام ته وسپارل شوي.