د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په يو ورځني رسمي سفر کابل ته را ورسيدئ
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کي ئې د پاکستان د سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت استازو هر کلى وکى.
دولتي سرچيني وايي، چي سرتاج عزيز به په کابل کي د بهرنيو چارو له وزير ډاکـټر زلمي رسول سره وګوري او بيا به ګډي خبري غونډي ته وينا وکړي.
سرچينه زياتوي، چي تر دي ليدني وروسته به د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج د سوداګرۍ له وزير ډاکټر انوارالحق احدي سره د دواړو هيوادونو پر سوداګريزو اړيکو خبري وکړي.
د سرچيني د معلوماتو له مخي، سرتاج عزيز به روژه ماتى په ارګ کي له اولسمشر حامد کرزي سره وکړي او بيا دواړه مشران پر بيلابيلو موضوعاتو خبري وکړي.
دولتي سرچيني وايي، چي په ارګ کي به د خبرو پر مهال د سولي د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني او يو شمير نور لوړ پوړي چارواکي هم ستون ولري.
سرتاج عزيز پرون په اسلام اباد کي رسنيو ته ويلي وو، چي دوى به اولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړي او د لومړي وزير نواز شريف پيغام به ورته ورسوي.
د ميا نوازشريف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت تر جوړيدو وروسته دا تر ټولو لوړ پوړى پاکستانى چارواکى دئ، چي کابل ته په سفر راځي.
دا په داسي حال کي ده ،چي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي تر پخوا ډېري خرابي سوي دي.
نواز شريف پرون د بهرنيو چارو له وزارت څخه د ليدني پر مهال په ډاګه کړي ،چي سرتاج عزيز له يوه مثبت پيغام سره کابل ته ځي.
هغه وويل :چي هيواد ئي د افغان دولت د مخالفو وسله والو ډلو ټپلو پلوي نه کوي، بلکي د يوه پياوړي او باثبات افغانستان غوښتونکى دئ.
هغه زياته کړي: ((زه د خپلو بهرنيو چارو سلاکار له يوه څرګند او مثبت پيغام سره کابل ته استوم او هغه دا چي موږ په افغانستان کي د تلپاتي سولي غوښتونکي يو.))
په اسلام اباد کي د افغانستان سفير عمر داوودزي ويلي، چي افغانان د سرتاج عزيز سفر ته خوشبينه دي او زياته ته ئې کړه، چي په دغه سفر سره به د دواړو هيوادونو اړيکي ښي سي.
هغه چي له پاکستانۍ رسنيو سره ئي د دغه سفر په اړه خبري کړي، هيله څرګنده کړي چي دغه سفر به د افغانستان او سيمي د سولي او ثبات لپاره ګټور ثابت سي.
د يادوني ده، د پاکستان د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نواز شريف په يوه اونۍ کي دوه ځلي اولسمشر کرزي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه، خو اولسمشر کرزي دا بلنه په مشروط ډول منلي او ويلي ئي وو، چي دغه سفر بايد ګټوري پايلي ولري.
اولسمشر کرزي له نواز شريف څخه غوښتي وو، چي د ياد سفر د اجنډا تيارولو له پاره د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز کابل ته ور وليږي.