خوست ولایت د سپيري د اولسوال پر کور په وسله وال برید کي د اولسوال یو ورور او پنځه ساتونکي ووژل سول.
یاد برید نن سهار وختي شاخوا شپږنيمي بجې رامنځته سو.
د اسماعیل خيلو او مندزیو اولسوال محمدیونس وویل چي یوه ډله وسله وال د سپيري د اولسوال محمد عظیم په باغ کي چي دده د کور ترڅنګ دئ پټ سوي ول او چي کله د اولسوال ورور او ساتونکي ئې وسله والو ورباندي بريد وکړ او ياد کسان ئې ووژل.
د اولسوال ورور خليل نومېدئ او د دوه مند ښاروال وو.
د بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.