د صدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز به نن کابل ته له رسيدو وروسته له ولسمشر کرزي سره وویني.
دا د مي په میاشت کي د پاکستان له پارلماني ټاکنو وروسته، چي په نتیجه کي ئې د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند واک ته ورسيدى، افغانستان ته د پاکستان د نوي حکومت د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دئ.