کور / تازه خبرونه / د سپيني ماڼۍ د خبريالانو مخکنۍ مشره مړه سوې

د سپيني ماڼۍ د خبريالانو مخکنۍ مشره مړه سوې

د سپیني ماڼۍ د خبریالانو مخکنۍ عرب الاصله مشره هیلین توماس د ۹۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړي.
نوموړې نژدي پنځه لسیزي د سپيني ماڼۍ خبرونه تر پوښښ لاندي راوستل.
توماس په واشنګټن کي په خپل کور کي له اوږدې ناروغۍ وروسته مړه سوې ده.
هغي د اسراییلو پر یرغل سختي نیوکي کولې.
دغه وتلې خبریاله له لبنان د امریکا کنتاکي ایالت ته له خپلي کورنۍ سره کډواله سوې.
نوموړې وروسته تر هغه د دندي پرېښودو ته اړه سوه، چي د اسراییلو په اړه یي خپل کلک دریځ داسي په ډاګه کړ چي “اسراییل باید له فلسطینه ووزي او خپلو سیمو ته ولاړ سي”.
توماس له جان کینډي نیولې د امریکا د نژدې لسو ولسمشرانو خبرونه تر پوښښ لاندي نیولي ول.