کور / تازه خبرونه / پروان : د جمعې د ورځي د نښتي عاملين نيول سوي

پروان : د جمعې د ورځي د نښتي عاملين نيول سوي

د پروان ولایت چارواکي وايي، چي په جبل السراج ولسوالۍ کي د تيري جمعي ورځي د نښتي عاملان یي نیولي دي.
د جمهوري ریاست له خوا په خپاره سوي بیان کي راغلي دي چي؛ د پروان والي عبدالبصیر سالنګي له ولسمشر حامد کرزي سره په ټلفوني خبرو کي ویلي دی چی د جمعی د ورځی نښته د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ سوي وه.
سالنګي ویلي چي، په دي نښته کي دولس کسان مړه سوي وه او یو تن ټپي سوی وو.
ولسمشر حامد کرزي له دي مخکي امنیتي چارواکو ته امر کړی وو؛ چي د دي پيښي عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.