پېښه نن له غرمې مخکي د سپين بولدک د اولسوالۍ په بازار کي رامنځته سوې.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل نن يکشنبه د لراوبر سيميز همکار ته ويلي چي په چاودنه کي ۵ اولسي وګړي ټپيان سوي دي . نوموړى وايي چي چاودنه د موټرانو په يوه کارځاى کي رامنځ ته سوې.
د د سپين بولدک د روغتون مسولين وايي، چي د چاودني له ځايه ورته څلور ټپيان ور وړل سوي دي
تر اوسه د دې چاودني مسئوليت کومي ډلي په غاړه نه دئ اخيستى.