په زابل کې د سړک دغاړي په ماين چاودنه کي د ملي پوځ څلور سرتيري وژل سوي او يوتن پکښي ټپی سوی دی .
د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايې چي د شاه جوۍ په ولسوالۍ کي نن د ورځي پرلس بجې د ملي اوردو رينجر موټر د ولسوالۍ په يوه مرکزي سيمه کي د ګزمي په حال کي وو چي ځمکني ماين ورباندي چاودنه کړي .
د قوماندان په وينا چي په چاودنه کي د ملي اردو څلور سرتيري وژل سوي او يو بل ټپي دی .
دي زياتوي چي تر پېښي وروسته ځانګړو افغان ځواکونو د ولسوالۍ په چېنو سيمه کي پلټونکې عمليات کړي چي په ترځ کي يي يو وسله وال طالب وژل سوی او دوه تنه نوټپيان سوي دي . .
پر ملي اردو د چاودني مسووليت کومي ډلې په غاړه نه دی اخستی .