کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه وسله وال قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د يوه وسله وال قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت د پنجوايي اولسوالۍ د تلوکان په سيمه کي د طالبانو يو تن سيمه ييز قومندان نيول سوى. امنيتي چارواکي وايي چي ياد کس د تلوکان په سيمه کي دوسله وال فعاليتونو او تنظيمولو مسؤليت په غاړه درلود او تېره ورځ د ملي اردو له خوا نيول سوى او عدلي او قضايي اورګانو ته د تحقيقاتو په موخه سپارل سوى دئ.
په دې اړه د کندهار ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې او د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ليکي چي نيول سوى کس هدايت الله نومېږي او د وسله والو طالبانو سيميز قوماندان وو.
خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.