ملی بیرغ هغه علامه یا نښان دی چی یو ملک معرفی کوی او دهغه ملک د خلګو استازیتوب کوی ، ملی بیرغ هغه ملی نښان دی چی همیشه د یو ملک حکومت یا هم اولس یی د خپل یوالی او ازادی د نښان په حیث رپانده ساتی ، تر څو یی نړی ته وښیی چی دا زمونږ طاقت او د یوالی سیمبول دی.
ملی بیرغ همیشه پر عامه خدماتی ځایونو، مکتبونو،محکمو او نورو دولتی ادارو باندی رپول کیږی دا یو رسم دی په ټوله دنیا کښی چی ماشاالله زمونږ په ګران افغانستان کښی هم همداسی دود شته.
ګرانو دوستانو مونږ افغانان وطن پرسته یوو او د خپل ملی نښانه سره په ظاهره ډیره مینه لرو مګر مونږ اصلآ په باطن کښی څنګه یوو پر دی به زه دلته تاسی ته څه ولیکم.
ملی بیرغ په یوه ټولنه کښی ډير قدر لری او خلګ یی د خپل ایمان په څیر ساتنه او عزت کوی او هیڅکله دهغه بی عزتی نه کوی مګر مونږ له دی خبرو خلاص یو بس صرف په نامه یی عزت کوو خو نور سر نه په کرځوو چی دا ښایسته بیرغ څنګه شو او څنګه دی .
زمونږ د ملی بیرغ حال،
په هر ملک کښی د ملی بیرغ احترام د خلګو د اساسی تندو څخه ده او که چیری د ملی بیرغ احترام ونکړی هغه جرم حسابل کیږی، په افغانستان کښی شکر دی چی په دی شیانو قضایی ارګانونه نه پوهیږی او نه هم وخت لری چی خپلو ملی دندو په باره کښی فکر وکړی.
دا قانون دی چی ملی بیرغ باید د نظامی ساز په مل سره په نظامی ځایونو کښي سهار پورته شی او بیا ماښام تر تاریکه کیدو مخکی بیرت کښته شی او په یوه پاک ځای کښی په یوه پوښ کښیښول شی ، ایا مونږ دا کار کړی نه خیر!! زمونږ په ملګ کښي بیرغ سروکال ځیړیږی والاکه یی څوک پاکوی راکښته کول او پورته کول یی لا پرځای پریږده.
زمونږ په ملک کښي خلګ په دی نه پوهیږی چی دا د بیرغ برخی څنګه سره وګنډی ، به اکثره ځایونو کښی یی بیرغ سرچپه ګنډلی وی او بیا سرچپه پسی پورته کړی وی، دوستانو د بیرغ د برخو سره وصلول او د هغو اندازه ځانته قانون لری باید ټوله افغانان هغه زده کړی.
ملی بیرغ باید هیڅ وخت په اوبو او مځکه ونه لویږی حتا باید چی د مځکی او اوبو مخ لمس هم نکړی، مونږ د بیرغ سره لوبی کوو ، داسی خلګ شته چی ملی بیرغ څخه یی دسترخوان جوړ کړی یا هم لاسونه پری پاکوی ټول دوستان باید په دی پوه شی چی دا جرم دی .
بیرغ چی کله پورته شی نو بیا باید هیڅ د ممانعت ځیز یی مخته رانشی ، که چیری د یو رپانده بیرغ کوم څنډه بنده وی هغه باید چی خوشی شی ترڅو بیرغ په غرور اومستی سره ورپیږی.
کله چی هوا خرابه وی باران، واوره، طوفان او یا هم دوړی وی باید چی ملی بیرغ په ډير عزت سره کښته شی او په یوه خوندی ځای کښی کښیښول شی او چی کله هوا سمه شی بیا بیرت پورته شی ، اوس زمونږ ملی بیرغ همیشه هلته په یوی لکړی باندی بند وی که باران وی او واروه مونږ یی پروا هم نه کوو دا په خپله یو جرم دی.
هرکله چی ملی بیرغ په یوه ځای کښی پورته کول غواړی نو باید د هغه پایه د یوی پاکی اسپنی او یا هم یوه پاک لرګی څخه جوړه وی ، او چی کله بیرغ پورته شی باید دی ته متوجی شی چی بیرغ په یوه ازاد او غروری حالت کښي ورپيږی .
کله چیری په کور یا هم بل ځای کښی بیرغ پروت وی هغه باید پر میز،کلکین ،الماری او یا تر قد لوړ وی، نه داسی چی کله تر پښو لاندی وی او یاهم په یوه اشغالدانی کښی پروت وی.
ملی بیرغ څخه هیڅوک د د یو الی یا کوم شی دپوښ کار نشی اخیستی دا ډير غټ جرم دی ، خو باید دا په ډير دردناکه زړه ووایم چی زمونږ او ستاسی یو په وطن مین وکیل خپل موټرته د افغانستان د ملی بیرغ رنګ ورکړی دی خو څوک نشته چی پوښتنه تری وکړی ،دا د ملی بیرغ یوه ډیر غټه بی عزتی ده ، دا مؤټر په دغه رنګ ځی په چټلیو او مرداریو کښی تیریږی ،باران او واوری ته ولاړ وی ، الوتنکی مرغان پری مرداری کوی دا د ملی نښان بی عزتی ده او دا یو جرم دی باید چی قضا په دی برخه کښي فکر وکړی.
د موټرو پر بانټ یا هم شاوخوا د ملی بیرغ نښلول یا هم په رنګ رسمول یو جرم دی، بیرغ کولای شی چی د ضرورت په وخت کښی پرموټر وځړوی خو باید چی بیرته ایسته شی نه دا چی سروکال پری ځړیږی.
ملی بیرغ کولای شی چی دچا پرلباس یا هم کالو د زړه برخی ته نږدی یا هم پر بازو وګنډل شی مګر نن سبا د خلګوپرپتلونونو هم نښتی وی دا په خپله د ملی بیرغ بی عزتی ده .
ورزشکاران کولای شی چی خپل پربازو او یا هم پر سینی د افغانستان بیرغ ولری ،خو باید احتیاط وشی چی مردار د فوټبال توپ پری ونلګیږی ځکه چی هغه ګیند خلګ په پښه وهی په مردارو خاورو کښي لګیږی او چټلی بی حده وی نو باید چی متوجی اوسی.
د کرکټ لوبغاړی نشی کولاش چی د کرکټ پر خولی ملی بیرغ نښان ولری ځکه چی د بالنګ په وخت کښی کیداشی چی هغه مردار بال پردی بیرغ ولګیږی دا د بیرغ بی عزتی ده.
تیره واری چی کله د افغانستان دکرکټ لوبه وه د پاکستان سره نو یوه افغان د بیرغ د رنګ کالی اغوستی وه ،د دی سړی د وطن سره مینه ستایمه خو خبره دا ده چی دغه کالی د ناپاکو ځایونو سره لګیږی په خپله بدن کښی د بدن د ځینو نا ضروری ځایونو سره په لمس کښی کیږی ، دا په اصل کښی یو جرم دی.
کله چی کوم مراسم وی نو مونږ ډير په شوق سره بیرغ پلاس کښی ورځو نو کله چی مراسم ختم شی نو بیرغ پرمځکه غورځوو او ځو ځینی دا هم غلط کار دی.
څو ورځی مخکی دا د افغانستان دکرکټ څه ټورنمنټ جریان درلودی داسی کسان په تمشاچیانو کښی وه چی پر بیرغ یی د لوبغاړو نومونه یا یی څه شعارونه لیکلی وه. په هیڅ صورت سره باید پر بیرغ نوشته ونشی بیغر د بیرغ دخپل نښانه څخه.
نن سبا د ملی بیرغ په رنګ جوړی غاړی بازار ته راغلی اوځوانان یی هم ښه په شوق سره اغوندی ، ځوانانو تاسی ته دا وایمه چی دا ستاسی مینه د وطن یا بیرغ سره نښیی دا ستاسی بی احترامی ده وبیرغ ته دا دی معنی لری چی ملی بیرغ یوه عادی علامه ده هر څه چی په کوی نه داسی نه ده، متوجی اوسی دوستانو.
نن سبا ځوانان د فیشن لپاره بعضی د لاس بندونه اچوی چی پر هغه د افغانستان بیرغ دی ، تاسی دا ماته ووایاست چی په دغه لاسو سره تاسی چیری چیری چی نه ځی او څه کارونه چی ورسره نه کوی ، دا د ملی بیرغ بی عزتی ده.
کله چی ملی بیرغ سره کوم بل بیرغ هم پورته کیږی نو شرط دا دی چی ملی بیرغ د هغه بیرغ په راسته طرف کښی پورته شی ، که چیری ملی بیرغ د دوو بیرغونو سره پورته کیږی نو باید چی ملی بیرغ یی په منځ کښی وی ، او که چیری ملی بیرغ د څلورو بیرغونو سره پورته کیږی نو باید چی ملی بیرغ یی په راسته طرف کښی اول وی.
کله چی ملی بیرغ رنګ د منځه ولاړشی او نور د پورته کولو نه وی هغه بیرغ باید په کامل ډول له منځه یوړل شی او یا هم په یوه سلامت ځای کښی کښیښول شی ، د هغه څخه د کوی ساپي یاهم د زوړ ټوکر کار وانخیستل شی.
د ملی ماتم یا هم کومی ملی غمیزی په ورځ باید هر چیری ملی بیرغ نیمه ځوړند وی ، چی به دی سره ملی غمیزه او خفګان ظاهر کیداشی.
د ملی بیرغ څخه د دستمال او یاهم غاړی د څادر کار اخیستل ښه نه دی ،هیله ده چی دا هم په نظر کښی ونیسی.
اوس دنده د ټولو ځوانانو ده چی خلګ پوه کړی او هغو ته ووایاست چی ملی بیرغ څومره ارزښت لری او مونږ باید د خپل مای نښان خیال په هر حال وساتو انشاالله .
مونږ د افغان د پاکی خاوری اولاده یوو باید په هر حال خپل ملی ارزښتونه په نظر کښی ونیسو او د هغو قدر وکړو او دا باید داتلونکی نسل ته یو درس وی ترڅو دخپل ملی سرود او ملی نښان خیال وساتی.