د ۲۰۰۵ م کال په اخیر د افغانستان پارلمان یو ځل بیا د څو لسیزو تر جګړو وروسته پیل سو او د اولس استازي د هیواد له هر ګوټ څخه د خپلو سیمو په نماینده ګي په کابل کي سره راټول سوي ول تر څو د لومړي پارلمان لپاره مشر او نور اجرایوي غړي وټاکي. دا چي د هغه وخت پارلمان څه ډول وو او له چا څخه تشکیل سوی وو بېله خبره ده. په پارلمان کي ټولي ډلي په خورا جدیت سره اخته وي تر څو د پارلمان د سر چوکۍ ته د خپلي خوښي کس را ولي او یا لږ تر لږه داسي څوک چي دوی ور سره شریکه ژبه پیدا کولای سي. په دغه وخت کي پارلمان ډېر ژر پر مجاهدینو، خلق او پرچم، پښتون او غیر پښتون، شمال او جنوب، حکومت پلوي او اپوزیسیون او داسي نورو ډلو وویشل سو.
په دغو ډلو کي تر ټولو قوې یې د حکومت پلوي او د اپوزیسیون ډلي وي او قوي کاندیدان هم د یادي چوکۍ لپاره د همدې دوو ډلو څخه وه. خو پدې ټولو کي بیا د کندهار د خلکو استازی عارف خان نورزی داسي کاندید وو چي ټولو ډلو او تقریبا ۹۰٪ استازو یې ملاتړ کاوه . د عارف خان نورزي کورنۍ د افغانستان د خورا منورینو او شتمنو کورنیو څخه ده او خپله عارف خان نورزی د کندهار له نامتو مجاهدینو څخه دئ. عارف خان نورزي په کندهار کي د طالبانو تر ماتي وروسته ایران ته د طالبانو ضد نورو کندهاري قوماندانو سره ولاړ او هلته د کندهاري قوماندانو د شورا مشر وټاکل سو. عارف خان په ایران کي تر څه وخت تیرولو وروسته پنجشیر ته د احمد شاه مسعود ملګرتیا ته ولاړ او هلته د طالبانو په مقابل کي د لوی کندهار د قوماندانو مشر وو، له مسعود سره د اروپا په سفر کي ملګری وو او په شمال کي د مسعود تر مرګه پاته سو. د عارف خان نیکه د ظاهر شاه یاور وو او د عارف خان خور د ولسمشر حامد کرزي د کشر ورور احمد ولي کرزي مېرمن وه.
دا چي د طالبانو تر سکوت وروسته د افغانستان ډېر واک نظار شورا ته رسېدلی وو نو په پارلمان کي دوی زیات شمېر کسان لرل او یونس قانوني د همدې ډلي مشري کوله. خو عموما په پارلمان کي مطرح کسان عارف خان نورزی، یونس قانوني، مصصفی کاظمي، قیوم کرزی او سیاف وه. عارف خان هم د پارلمان د مشرتوب لپاره ځان کاندید کړ او کله چي نظار شورا د عارف خان کاندیداتوري ولیده نو عارف خان نورزي ته یې وویل چي تاسو زموږ کاندید هم یاست او موږ به له تاسو سره یو او دا چي عارف خان تر هر چا کرزي ته ورنږدي وو نو ددې سوال نه پیدا کېده چي کرزی دي تر عارف خان ور اخوا ته پر بل چا لاس کښېږدي. د دغه انتخاباتي کمپاین کشمکش کي عارف خان یوه ورځ تر ستړي مسي وروسته په خندا راته وویل ګوره یوه خبره درته کوم خو اوس یې مه لیکه. ماورته وویل مهرباني. ده وویل زه نه پوهیږم چي ددې پارلمان څخه به کرزي لالا څه جوړ کړي ځکه چي اوس یې ورور (قیوم کرزی) او دی زما پر ضد کمپاین کوي او خلکو ته وایې چي ده ته رایه مه ورکوئ. ما ورته وویل چي وزیر صاحب ایا تاسو جدې وایاست؟ ده وویل هو. البته عارف خان د کرزي په انتقالي اداره کي د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر وو نو له همدې کبله خلک اوس ورته وزیر صاحب هم وایې. ما ورته وویل چي نو د کرزي او د ورور کاندید یې څوک دئ؟ ده وویل استاد سیاف. عارف خان یونس قانوني ته وویل چي زه نور د پارلمان د مشرتوب د چوکۍ له کاندیداتورۍ څخه تیر یم. ددي خبري په اورېدلو سره قانوني په حیرانۍ وویل چي ولي وزیر صاحب؟ ده ورته وویل چي دلیل یي بیا وروسته درته وایم. قانوني وویل چي زموږ کاندید خو تاسو یاست او دا چي تاسو اوس د خپلي کاندیداتورۍ څخه تیریږئ نو موږ بېله تاسو څخه بل هیچا ته نه تیریږو.
انتخابات وسول قانوني د پارلمان رییس سو کرزی ناکام سو. یوه ورځ په جمهوري ریاست کي کرزي و عارف خان نورزي ته وویل چي تاسو باید د پارلمان د مشرتوب د کاندیداتورۍ څخه نه وای تیر سوي. عارف خان په ډېر زغرده ورته وویل چي نو قیوم کرزي ته به دي ویلي وای چي زما پر ضد یې کمپاین نه کولای. یوه ورځ د ۲۰۰۹ م کال د انتخاباتي کمپیاین په جریان کي د عبدالله پوپل او محمود کرزي سره په یوه مېلمستیا کي برابر سوم. خبري طبعا د انتخاباتو وې او تمرکز یې پر ملي شورا وو. محمود کرزي وویل چي اولسمشر کرزی د خپل د اکا د زوی په مقابل کي ودرېدئ تر څو استاد سیاف د پارلمان د ریاست چوکئ ته ورسوي. ما ور څخه وپوښتل چي ستا د اکا زوی څوک دئ؟ عبدالله پوپل وویل عارف خان نورزی یادوي.
د ۲۰۰۹ م کال د پارلماني انتخاباتو د نوم لیکني په وخت کي عارف خان نورزي غوښتل له هرات څخه خپل ځان د پارلمان لپاره کاندید کړي خو کله چي کرزی خبر سو نو عارف خان یې راوغوښت او ورته وې ویل چي تاسو پارلمان ته ځان مه کاندیدوئ زه تاسو د هرات ولایت ته د والي په توګه استوم. دا دي څلور کاله تیر سوه خو عارف خان د هرات والي نه سو. په کندهار کي د عارف خان ورور د پارلمان لپاره کاندید وو خو هغه بیا احمد ولي کرزي ناکامه کړ.
په دې اوسني پارلمان کي کرزي لالا بیا هم هغه لوبه وکړه او هم هغسي ناکام سو او په نتیجه یې دا سوه چي د پارلمان مشر داسي یو کس سو چي د هر څه خلاص دئ او حتی دې بېچاره خو یوه ورځ اولسمشر ته وویل چي ما یوه ولایت ته د والي په صفت واستوه او زه د اولسي جرګې ددې مشرتوب څخه تیر یم. که د عارف خان نورزي په شان یو قوي او ټینګ پښتون د پارلمان رییس وای نو نن به ولي یوه فاشست ټوله پښتون قوم ته د پارلمان له تریبیون څخه سپکي سپوري ویلای. د تیر پارلمان په وخت کي یوه ورځ یونس قانوني د عارف خان نورزي کور ته د سهار د نهاري لپاره راغلی وو او کله چي عارف خان هغه خوني ته ورتلی چي قانوني پکي ناست وو ،ما ته یي وویل چي ګوره زه قانوني ته څنګه د پلار په شاني نصیحتونه کوم او کله چي قانوني ولاړ ما ته یې وویل وه دې لېدل چي څه مي ورته وویل؟ ما ویل هو. یوه ورځ مصطفی کاظمي پارلمان ته خورا په نازدانه انداز راننوتئ، عارف خان نورزي ما ته وویل چي ما د پارلمان مشرتوب له دې کبله کوئ چي پارلمان له داسي ډاکوګانو خلاص کړم او دا ځای په تجارت خانه وانه وړي. د عارف خان نورزي کور او د هغه دفتر د ټولو پښتنو وکیلانو د راټولېدلو او د مشورې مرکز وو خو دا چي کرزي ددې وروستي پارلمان لپاره د عارف خان مخه ونیول نو د پښتنو هغه مرکز هم له منځه ولاړئ.