د کندوز د امنیه قوماندانۍ امر سمونوال عبادالله تلوار وايي، تیره شپه ناوخته شاوخوا دولس بجي وسله والو مخالفینو د کندوز ښار ۷ کیلومتري کي د آلچین د نسوان ښوونځي ته اور ورته کړى.
تلوار زیاته کړه مخالفینو لومړي په کي ماینونه خښ کړی وو او همدغه راز د ښوونځي یوه برخه سوځیدلی خو وروسته اطفایي پرمټ اور مړ کړای شو.
نوموړی همدغه راز وویل، د کندوز پولیسو هغه ماینونه چي د مخالفینو له خوا په ښوونځي کي خښ شوی وو شنډ کړیدي ګني د هغه په خبره د چاودیدو په صورت کي به يي خامخا مرګ ژوبله رامنځته کړی ول.
په دي وروستيو کي ددي ډول پيښو را منځته کيدل کم سوي خو ډير وختونه يي پړه هم وسله وال طالبان پر غاړه نه اخلي.
د ښوونځيو سوځول نوي خبره نه ده مخکي تر دي هم په ورته پيښو کي په لسګونه ښوونځي تړل سوي، سوځول سوي او له منځه وړل سوي دي.
تراوسه پوري ددغي پیښي مسوولیت چا پرغاړه ندي اخیستي.