کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ٥ کسان ټپيان کړي

ترافيکي پېښي ٥ کسان ټپيان کړي

دننګرهارولايت د مخابراتو څلور لاري کي يو موټر چلوونکي په غيري قانوني ډول د سړک پر سر د کابل سورلۍ پورته کولي، لومړى يي ترافيک پر موټر وهلي او بيا يي دري موټر سايکل چلوونکي هم ژوبل ګړي دي د مخابراتو څلور لاري يوه ترافيک چي د نوم له ښودلو يي ډډه کوله وويل چي نن سهار يوه موټر چلوونکي د سړک پر سر سورلۍ پورته کولي، خو کله چي ترافيک ورمخي ته سو او غوښتل يي چي قانوني پرچه ورکړي لومړى يي ورسره لفظي شخړه وکړه او له هغي وروسته يي په موټر وواهه،
نوموړى وايي چي د ترافيک له وهلو وروسته يي دري تنه موټر سايکل سپاره هم وهلي دي چي ورسته يادکس د پوليسو د ډزو په پايله کي نيول سوي دي
د ننګرهار د ملکي روغتون نوکريوال ډاکتر وويل چي پنځه تنه ټپيان يي له ترافيکي پيښي ور وړي چي روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دى،
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د يادي پيښي په اړه له څه ويلو ډډه وکړه