کور / تازه خبرونه / د سنګين اولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل سوى

د سنګين اولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل سوى

د هلمند ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي چي تيره شپه ماښام شاوخوا اووه بجي ددي ولايت د سنګين ولسوالۍ په مرکز کي د ملي امنيت پر سرپرست مدير بمي چاودنه سوي ده،
دده په وينا چي د سړک د غاړي په دي رامنځته سوي چاودنه کي پنځه د ملي امنيت کارمندان او يو سيمه ايز پوليس وژل سوي دي،
ځواک وايي چي د ملي امنيت مدير او ور سره څلور نور کسان يي د يوي سيمي څخه روان وو ،چي د وسله والو طالبانو له لوري پر ښخ سوي ماين وربربر سوي دي ،
په دي پيښه کي د ملي امنيت د سرپرست مدير موټر هم له منځه تللى دى،
ويل کيږي چي د ملي امنيت دغه مدير عبدالرحمن نوميدى او په مانګي نومي سيمه کي هغه وخت پر ماين ختلي چي خپل کور ته روان وو،
چي دامنت مديردپنځو ملګرو او يو سيمز پو ليس سره پکښي ووژل سول،
تر اوسه کومي ډلي د دې پېښي په اړه څه نه دي ويلي.