کور / تازه خبرونه / د امريکا دفاع وزارت : پر امنيتي سند خبري رواني دي

د امريکا دفاع وزارت : پر امنيتي سند خبري رواني دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي که څه هم پر امنيتي سند رسمي خبري ځنډول سوي، خو په دي اړه غير رسمي خبري رواني دي.
د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبري تير کال پيل سوي وي، خو تيره مياشت په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د افغان حکومت له کلک اعتراض وروسته ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره پر دغه سند خبري وځنډولي.
افغان حکومت دريځ خپل کړى و، چي امريکا ورسره د ياد دفتر د پرانيستلو په اړه کړي ژمني عملي کړي نه دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالي وياندي ماري هارف پرون په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل، چي که څه هم دغه خبري ځنډيدلي، خو له افغان لوري سره يي په اړه غير رسمي خبري اتري رواني دي.
هغي زياته کړي، چي د غير رسمي خبرو اترو موضوع هم تر ٢٠١٤ کال وروسته پر حالاتو ده، خو په دي اړه يي نور معلومات ورنه کړل.
د هغي په وينا، امريکا د يوه ديموکرات، با امنه او متحد افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.