کابل:دجمهوری ریاست،داداري فسادپرضدخپلواکي اداري اودکابل ښاروالي په یوه رپوټ کي ویل شوي چي دکابل دسړک جوړولو«کاپی انترنیشنل،هیوادوال،لطیفي اوقویاش نیازی» شرکتونوپه میلیونونوډالراوافغاني دکابل ښاروالي څخه په غیری قانوني توګه اخیستي دي اوسړکونه یې نه دي جوړکړي.
دجمهوری ریاست لمړني معاونیت په(۱۳۸۷)کال کي دسړک جوړولودڅیړنوپه موخه داقتصاد،فوایدعامه، مالیه،دچارواداري اودکابل ښاروالي په ګډون یومسلکۍ اوفني هيئت وټاکي ترڅوپه کابل کي دسړکونودجوړولوټولي چاري وڅیړي.
ددوي په رپوټ کي راغلي چي د«هیوادپال» دسړک جوړولو شرکت د( ٥،٤)میلیونو ډالر (٢٩٧ میلیونه افغاني)،دلطیفی دسړک جوړولو شرکت ( ١،٩) میلیونه ډالراو( ١٠٤،٥ میلیون افغانی)، دقویاش نیازی دسړک جوړولوشرکت ( ١،٧١ )میلیونه ډالره او( ٩٤ میلیون افغانی) اودکاپی انترنیشنل شرکت ( ١،٤ )میلیونه ډالر او(٧٧ میلیون افغانی)، دکابل ښاروالي (قرضداره)اوپوروړي دي.دیادوڅلوروشرکتونو څخه دکاپی انترنشنل شرکت دترکیه هیواددي اونوردري واړه داخلي شرکتونه دي.
په رپوټ کي ویل شوي چي دقویاش نیازی شرکت دکابل دهوايې ډګرغربي لوری ته د(۷۰)مترودسړک جوړولولپآره ټول لګښت( ۴،۴۳ )میليونه ډالروو ،ولي دغه شرکت له ښاروالي نه (۷،۲) میلیونه ډالره اخستي دي.دکاپی انترنشنل شرکت دکابل دهوایې ډګرد(۷۰) متروسړک دجوړولو لپاره ترانترکانتینتل هوټل پوري چي ټول لګښت یې (۱۶) میلیونه ډالرکیږي،ولي دښاروالي لخواه دغه شرکت ته (۱۸) میلیونه ډالرورکړل شویدي.همدارنګه دهیوادوال شرکت دقلعه زمان خان دسړک دپروژی لپاره دښاروالي څخه (۱۰،۵) میلیونه ډالرترلاسه کړي دي ،په داسي حال کي چي ددي سړک ټول لګښت (۵،۱) میلیونه ډالروته رسیږي.په رپوټ کي ویل شوی چي،دلطیفي شرکت داحمدشاه میني د( ۶۰ )مترو دسړک دجوړولو لپآره تربګرامي پوري (۱۲،۹۵) میلیونه ډالره دښاروالي څخه اخیستي دي ولي ددي سړک ټوله بیه (۱۱) میلیونه ډالروته رسیږي.
په رپوټ کي راغلي چي په کابل کي دلسوکلنو په موده کي د(۱۵۰۰) کیلو مترو دجوړیدو څخه یواځي (۳۶۰) کیلومتره سړکان جوړ شويدي،چي دغه اندازه په سلوکي (۲۴)٪سلنه ښیي اوددغوسړوکونوتضمین اوګرانتي یواځي یوکال ټاکل شویده. په داسي حال کي چي دښاروالي دمقرری له امله دسړک ګرانتي اوتضمین بایددددوکالوڅخه ترپنځوکالو پوری وي.
په رپوت کي راغلي چي دکابل ښارجوړشوي(۸۰)سلنه سړکان بیرته خراب اوویجاړشوي دي.دهشت صبح ورځپاڼه لیکي،چي دکابل ښارپه ښاروالي کي په ۱۳۹۱کال کي (۴۹) میلیونه افغاني دکابل دهوایې ډګردخاورودلیږدولوپه چاروکي درغلي او اختلاس شوی دي. دکابل ښاردسړک جوړولوپه چاروکي اختلاس اودرغلي په براخه پیمانه له ورایه ښکاري.
بل لوري داداري فسادپرضداداره وایې چي دوی ددغودرغلیو راپورپه رسمي توګه دافغانستان لويې څارنوالي ته لیږلی دي ترڅوګرم کسان ونیسي اودقانون منګول ته یې وسپاري.
دپورتني رپوټ څخه داسي مالومیږي چي،دکابل په ښاروالي کي په لسګونه میلیونه ډالره درغلي شویده.دعیني شاهدانودلیدلوري له کبله دکابل ښارډیرسړکونه تراوسه پوري خراب اوویجاړښکاري اودرغولو کارونه یې په ټپه ولاړدي.