پېښور:دخيبرپښتونخوا په کرک کې دمقامي مُليانو يوې کميټۍ بازارونو ته دمحرم څخه پرته دښځو په گرځيدو بنديزلگولى دى ده.دخټک اتحاد دمقامي مُليانو کميټۍ يوه غونډه دجماعت اسلامي دپخواني ضلعي امير حافظ ابن امين په مشرۍ دجمعې په ورځ شوې ده.غونډه کې فيصله شوې ده چې په بازارونو کې پرته دخپلو کورونو دنارينه غړو څخه ښځې نه.دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان پخپل يو راپور کې وائي کله چې يې دخټک اتحاد دمشر ميرزقيم سره دغه لړ کې رابطه وکړه نو هغه وويل دغه فيصله ځکه شوې ده چې زياتره هاغه ښځې چې ورسره دکور نارينه نۀ وي فحاشي خوروي اؤ په ځانگړې توگه دروژې په مياشت کې.هغه تور ولگولو چې دمحرم څخه پرته دگرځيدو ښځو يوه ډله دغلا په پيښو کې هم ککړه ده.مولانا زقيم وويل پرته له محرم څخه په بازارونو کې دښځو گرځيدو نۀ يواځې دپښتون کلتور په ضد عمل دى بلکې دا دمذهب په ضد خبره هم ده.هغه وويل دکومو ښځو سره چې محرم وي ، هغوي به بازارونو ته دتگ څخه نۀ شي منعې کولى.دمُليانو دغه کميټۍ په مقامي دوکاندارانو غږ کړى چې په هاغو ښځو دې سود سودا نۀ خرڅوي، کومې چې په بازارونو کې يواځې گرځيږي. د کرک پولیسو مشر عتیق الله وزیر وایي، دوی به داسې هیڅ فیصله عملې کېدو ته نه پرېږدې چې له وجې یې د خلکو ازادي او بنیادي حقوقو ته زیان رسي. وزیر وايي: ((زه دلته دا خبره هم سپینه کوم ، هغوی که هر څه ویلي، او څه جواز هم لري، خو قانون به څوک هم دې ته پرې نه ږدي چې د ښځو او یا سړیو په تګ راتګ او ازادۍ بندیز ولګوي.))