کور / تازه خبرونه / حاجي میرویس علیزي دلوي کندهار دمحصلینو سره دهغو دستونزو په اړه وکتل

حاجي میرویس علیزي دلوي کندهار دمحصلینو سره دهغو دستونزو په اړه وکتل

د پنجشنبې په ورځ ښاغلي حاجي میرویس علیزي دخپلو همکارانو په شمولو دکابل په خوشحال خان مېنه کښي دلوی کندهار دمحصلینو ددوو لیلیوو څخه جلا- جلا لیدنه وکړه. ښاغلي علیزي دمحصلینو په لیدنه ډېره حوشحاله او وې ویل چي کوم سیاسي کس نه دئ خو دافغانستان ملي یوالي ئې ارمان دئ نو ځکه ئې محصلین لوړو زده کړو او ورور ولي ته لا تشویق کړه. ښاغلي علیزي صاحب په خپله وینا کښي وویل چي ستونزي په هغه ټولنه کښي زیاتي پیدا کیږي چي هغه بې هدفه وي؛ نوټول افغانان باید ښه ښه هدفونه ولري. دلوی کندهار دلیلیو استاذو ښاغلي عبدالغني ګلپال او ښاغلي عبدالقادر جېلاني دخپلو بې وظیفې محصلینو، دبرق دبیل دتادیې، دخوارکي توکو دکموالي، دمحصلینو دکمزوري اقتصاد، او دلوی کندهار دمحصلینو ددایمي لیلیې نه سته والي ستونزي ښاغلي علیزي ته وړاندي کړې. علیزي صاحب دستونزو داروېدو څخه وروسته دمحصلینو سره ټینګه ژمنه وکړه چي ځیني ستونزي به ئې دمګړي ور حل او دپاته په اړه به ترامکان ترحده خپل مالي امکانات او په خپل دفتر او یاپه نور دفاترو کښي ددندو په پیدا کېدو کښي ورسره کومک کوي.
دیادوني وړ ده چي میرویس علیزي دلوی کندهار اوسېدونکی او دامهال یو ملي تجار دئ چي زیاتو افغانو ته ئې دهیواد په دننه کښی دکار زمینه برابره کړې ده.