ناپيژاندو وسله والو نن سهار د کندهار ښار د لسمي امنتي حوزې اړوند ساحه کې د مسجد ملا امام په ډزو سره وواژه .
پيښه نن سهار وختي څلورنيمي بجې رامنځ ته سوې ده .
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي او په اړه يې جدي پلټني رواني دي .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې کومې ډلې په اړه څه ويلي دي .