کور / تازه خبرونه / دملي دفاع وزارت: روان کال د افغان ځواکونو له پاره تر ټولو خونړی کال ؤ

دملي دفاع وزارت: روان کال د افغان ځواکونو له پاره تر ټولو خونړی کال ؤ

کله چي له ناټو ځواکونو څخه دهیواد ټول امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته په اتلسو( ۱۸) میاشتو کښي وروسپارل سول،ددولت له وسلوالو مخالفینو له لوري، دافغان ځواکونو تلفات هم زیات سوي دي.د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چي روان کال د افغان ځواکونو، په خاصه توګه دافغان ملي اردو له پاره تر ټولو خوناړی کال ؤ. د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي پرون په کابل کښي، د ایساف له ځواکونو سره په یوه ګډه خبري غونډه کښي خبریالانو ته وویل چي وروسته له هغه چي د نړیوالو ځواکونو څخه امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونه ته وروسپارل سول،د افغان ځواکونو تلفات هم ډېر سوي دي. ښاغلی عظیمی وایي چي د دولت وسلوال مخالفین غواړي چي د افغانستان امنیت خراب کړي خو افغان ځواکونوپه پرله پسې توګه کوښښ کړی چي د دښمن د دا ډول فعالیتونو مخنیوی وکړي. دیاد وزارت په وینا، اوس افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو له بشپړه ملاتړ څخه برخمن دي. په ورته وخت کښي، ایساف ځواکونه خبر ورکوي چي د افغان ځواکونو څخه به بشپړه ملاتړ کوي، اود ناټو ټول غړی هیوادونه به دا حمایت مني.
دوې میاشتي مخکي د نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د افغانستان دټول امنیتي مسولیتونه دسپارولو موافقه دحامد کرزي له یوې وینا کولو څخه وروسته وسول. د یادوني وړ ده چي اوس افغان ملي اردو ژر اوپه اساني سره د وسله والو طالبانو فعالیتونه خنثی او شنډ کولای سي.