د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کي د شلټر موسسي له لوري ۴۲ بي وزلو
مهاجرو کورنیو لپاره کورونه رغول کیږي.
د ټولنیز خوندیتوب د سکتور غونډه چي نن ( دوشنبه) د ولایت په مقام کي د
میدان وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه شوي وه،د
کډوالو چارو رئیس وویل چي د شلټر د موسسي له لوري هغه بي وزلو مهاجرو
کورنیو ته چي د کور جوړولو توان نلري، د کور ودانۍ ورته رغول کیږي.
همدا راز د طبعي پيښو پر وړاندي د مبارزي رئیس وویل چي په دغه ولایت کي
په بيلابيلو وختونو کي د طبیعو پيښو پرمهال یي زیانمني شوي څلور پنځوس
پروژي چي په کي استنادي دیوالونه،پلچکونه او ویالي شاملي دي د پلي کولو
په موخه یي WFP اداري ته سپارلي .
په غونډه کي د میدانښار د هټیو د منظمولو په اړه هم خبري وشوي چي د یو ګډ
هیئت چي د عامي روغتیا ریاست، چاپیریال ساتني، ښاروالۍ او امنیتي
ارګانونو څخه تشکیل شوی دی د هټۍ والو لپاره د منظمو ځایونو ټاکل او هلته
د هغوی انتقالولو دنده به ترسره کړي.
د دې ولايت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د غونډي ګډونوالو څخه غوښتنه
وکړه،چي تر راتلوونکي بلي غونډي پوري باید ورسپارل شوي کارونه د پلي کيدو
په موخه تعقیب کړي ترڅو په اړوندو برخو کي د دغه ولایت د خلکو شته ستونزي
حل شي