يوه ليکنه مي تر مخ تېره سوه چي ليکلي وه چي دپاکستان ملي وحدت تر افغانستان ولي ټينګ دی.
په افغانستان کي دملي وحدت دکمزورۍ يو سبب دا دی چي افغانستان په طبعي ډول جوړ دی. ياني هلته دملت جوړوني پروسه دکومي اډيالوژۍ پر بنسټ نه ده پلې سوې. خو سرچپه پاکستان په غيري طبعي ډول جوړ سوی دی ديوې سياسي مبارزې په نتيجه کي نه دی جوړ سوی.
پاکستان د اسلام په نامه جوړ سوی او په دغه نامه يې ترنيمي پيړۍ زيات تبليغات کړي دي. افغانستان اوپخوانيو مشرانو يې دملي وحدت دپياوړي کونګ اصلاً دغه اړتيا نه ده احساس کړې. يا به يې هم په هغه وخت کي اړتيا نه ليدل کېده. خو اوس دا ډېره لويه اړتيا ده.
هغه افغانستان چي دبرصغير د مسلمانانو دسرتاج بلل کېده او هره بده ورځ چي به دهند پر مسلمانانو راتلله د افغانانو پاچاهانو به ژغورل.
انګرېزانو دا امتياز داسي ځني واخيست تردې چي دلوی احمدشاه بابا توريالی نوم هم پاکستان ځني خپل کړ.
دپښتو ژبي په رسميت کي سمه نه پالنه هم يوه بله لويه کمزوري وه او هم اوس ده.
هغه افغانستان او پښتني ټولنه چي له سره تر نوکه پايښت يې په اسلام کي نغښتی دی د افغانستان مشرانو له بده مرغه دسياسي بصيرت نوښت ونه کړ چي دسياسي اسلام څخه د ملي وحدت په ګټه کار واخلي. حتی تر اوسه په دې کار کي پاته راغلي دي.
تاسي وګورۍ دترکيې نژادپرسته اسلام پال په افغانستان کي د افغان ترک ښوونځيو له لاري خپله ترکي ژبه پرنورو مسلمانانو باندي تحميلوي اوناره د اسلام وهي. په امريکا کي يې دمولان جلاالدين بلخي مرکز دعربي ژبي پرځای دترکي ژبي د زده کړي مرکز ګرځولی دی. که نه وي نو همدا مولانا خو افغانستان ته منسوب دی. ولي افغاني مشرانو د افغان ملت د وحدت لپاره کار ځني وانه خيست؟
په افغانستان کي يې نن په تذکرې کي د توکم ديادولو او همدارنګه دپوهنتون پر ځای د دانشګاه خبره را مخته کړې ده. په ټولنيزو رسنيو کي دا خبره ياديږي چي ياني دا ديوڅو کسانو کار دی. خو خبره مالومه ده. غوا توره او شيدې يې سپيني دي.
دا ټول د استعمارګرانو هغه تګلار ده چي دملتونو د وېشلو په نيت قومونه سره چاړه او غوښي کوي او بيا خپله دخير پر غونډۍ ورته کښېني.
ترټولو لومړی يې دا خبره رامخته کړه چي پښتون په افغانستان کي اکثريت نه دی او يا هم اخيستل سوې احصايه دمنلو وړ نه ده.
دغه يې سبب و، چي بهرنيانو په خپله جوړه سوې لويه جرګه کي دپښتو ژبي دملي دريځ ملاتړ ونه کړ. ځکه چي دغه ورځي ته يې کتل چي څنګه د افغانستان قومونه سره واچوي.
دنن ورځي ټګمار استعمارګر د حقايقو په پټولو،تورولو او سپينولو کي ډېر مهارت لري. ددې کار دپاره ګردسره ماهرين لري چي دغه يې کار وي، څېړني پکښي کوي چي څنګه دخلکوپه ذهنيت کي درواغجن تبليغات پېچکاري کړي. دغه تبليغات ځيني وخت دونه زورور سوي دي چي دپښتني ټولني پرځينو ليکوالانو يې هم اغېزه کړې ده. ودي سي چي سبب يې دغه وي چي ديويشتمي پېړۍ پرمختللی استعمارګر په سمه مانا نه پيژني.
دګران افغانستان د نن ورځي حالت يوڅه دشلمي پيړۍ دهندوستان سره ورته والی لري. انګريزي استعمارګر په هندوستان کي د هندوانو او مسلمانانو په منځ کي دکرکي دخپرولو څخه ونيسه بيا دعيسويت تر خپرولو او د مسلمانانو په دين کي يې دقاديانيت په نامه ګردسره بل دين جوړ کړ چي مقصد يې د اسلام د دين دختم نبوت ننګول او د مسلمانانو په منځ کي دنفاق ګډول و. پای يې دا سو چي استعمارګر
هندوستان تر ډېرو وينو بهېولو وروسته ووېشه. هندوستان تقريباً ټوله دمسلمانانو تر اغېزې لاندي و په دې ډول استعمارګر داسي کار وکړ چي نه يې سيخ وسوځاوه او نه کباب. انګرېزانو دمسلمانانو لپاره جوړکړل سوی هيواد پاکستان خپلو داسي پخواني جاسوسانو ته ورسپاره چي
کلونه کلونه او پښت پر پښت يې د دوی چوپر وهلی و. تاسي وګورئ په افغانستان کي اوسنی استعمار هم ورته کار کړی دی.
دکابل د واک پر ګدۍ يې دکرزي جنايتکاره کورنۍ اودشمالي ټلوالي لنډغرخپل هغه پاخه داسي جاسوسان کښېنولي دي چي ملي ارزښتونه اودهيواد خپلواکي ټوکه ورته مالوميږي. د دوی کار او زيار يوازي دخپلو بادرانو خوشالول ،خپل جيبونه ډکول اوملي وحدت ماتول دي.
دا سمه ده چي په افغانستان کي دهندوستان په ډول بيلابېل اديان نسته اونه هم افغانستان دهنوستان په ډول لوی هيواد دی خو دا چي پښتانه د افغانستان ډېر لوی اکثريت دی خو له بده مرغه چي اکثريت يې په کليو کي مېشت دي او کابل او دوه درې نور ښارونه چي حساب باندي کيږي لږکي پکښي اوسيږي او دا کار استعارګرو ته دتبليغانو ښه فرصت په لاس ورکوي چي پښتانه په دغه هيواد کي اکثريت نه دي. بل دښارونو اوسېدونکي لږکي ترکليوالو پښتنوپوري اکثريت لوستي دي. په غربي نړۍ کي همدغه لږکي په ګډون دځينو بې هويته پښتنو د استعمارګرانو دستراتيژۍ لپاره هلي ځلي کوي.
دپرديو ګوډاګيان که وايي چي افغان دپښتانه مانا لري. نو په دې که بده خبره دڅه ده؟ ځکه چي دا داکثريت حق دی او دوی پکښي اوسيږي.
نو بل لږکی که راځي د اکثريت هويت به مني ځکه دا د اکثريت خپل کور دی.. لنډه يې دا چي په تذکره کي دقوم يادېده دبهرنيانو ستراټيژي ده او لږکي پکښي استعاليږي. فقير عبدالشکور رشاد ويلي دي
حريت دهر ملت دبدن زړه دی
که دا نه و، هم ملت مري، هم بقاء مري.