کور / تازه خبرونه / خوست:ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله

خوست:ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله

د خوست ولايت د ځاځيميدان په ولسوالۍ كې ځانمرګى بريدشوى چې له امله يې يوتن وژل شوى او ترشلو پورې نور ټپيان شوي دي.

د خوست والي وياند خيبرپښتون وايي چې ځانمرګي  صرف ډوله موټر له چاوديدونكو توكوډك كړى و او بيا يې ولسوالۍ ته وردننه كړى او چاودنه يې كړې ده.


د ده په وينا پدې پېښه كې دولسوالۍ د املاكو مدير وژل شوى او اته يانهه كسان ټپيان شوي  او د ولسوالۍ وداني او ورڅېرمه جومات هم ړنګ شوي دي.


طالبانو د بريد مسووليت پرغاړه اخيستى د دوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دابريد د دوى يوتن طالب كړى او ادعاكوي چې څلويښت تنه افغان او بهرني سرتېري پمې وژل شوي اويا هم ټپيان شوي دي