په لغت کې امساک یا ځان ساتنې ته وایی او په شریعت کې د سهار له راختلو تر لمر پریوتو پورې له خوراک، څښاک او نورو ټولو مفطراتو څخه د ځان ساتلو یا نه کولو ته چې نیت ورسره ملګری وي ویل کیږي. دا چې د امساک اطلاق پرې کیږي نو دلیل یی د الله عزوجل دا قول دی ( اني نذرت للرحمن صوما) مریم ۲۶
روژه چې د اسلام څلورم رکن دی د هجرت په دویم کال د شعبان په میاشت کې فرض شوې.
د روژې فضایل
د روژې په فضایلو او برکاتو کې ډیر احادیث راغلي چې یو څو یی دلته ذکر کوم. عن ابي هریره رض ان رسول الله قال ( قال الله عزوجل: کل عمل ابن آدم له، الا الصیام، فانه لي و انا اجزي به ….. ) رواه مسلم و احمد و النسايي.
د عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چې پیغمبر علیه السلام وفرماییل ( الصیام والقران یشفعان للعبد یوم القیامه …..) رواه احمد
له ابي آمامه رض څخه روایت دی چې وایی پیغمبر علیه السلام ته راغلم او ورته مې وویل په داسې څه راته امر وکړه چې جنت ته پرې لاړ شم ویی فرمایل ( علیک بالصوم، فانه لا عدل له) رواه النسایی و احمد
په یو متفق علیه حدیث کې چې سهل بن سعد روایت کړی راغلي ( ان للجنّه بابا، یقال له : الرّیان. یقال یوم القیامه: این الصاءمون؟ فاذا دخل آخرهم أغلق ذلک الباب )
د روژې حکم
د رمضان روژه د قران کریم ، سنتو او امت په اجماع واجب ده. الله عزوجل فرمایلي ( یا ایها الذین امنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون) البقره ۱۸۳
پیغمبر علیه السلام فرمایلي ( بنی الاسلام علی خمس ، شهاده ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله ، و اقام الصلاه ، و ایتاء الزکاه ، و صیام الرمضان ، و حج البیت ) متفق علیه
امت هم د روژې په فرضیت اجماع کړې او منکر یی په اتفاق سره کافر بولي.
د روژې د نیولو لپاره به مسلمانان د شعبان په ۲۹ د هلال د لیدلو لټه کوي که یی ولیدله نو سبا ته به روژه نیسي او که سپوږمئ د وریځ یا ګرد یا په کومه بله وجه و نه لیدل شوه نو د شعبان ۳۰ ورځې به پوره کوي. که چیرته یو کس ولیدله نو د قاضي په مخ کې به شاهدي ورکوي له ابن عمر رض څخه روایت دی چې نبي علیه السلام ته یی ویلي و چې سپوږمئ یی لیدلې نو هغه مبارک مسلمانانو ته د روژې نیولو امر کړی و. همدا راز له ابو هریره رض څخه روایت دی چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي ( صوموا لرویته، وافطروا لرویته فان غم علیکم فاکملوا عده الشعبان ثلاثین یوما ) متفق علیه
زمونږ جمهور علماء وایی که چیرته یو عادل مسلمان شاهدي ورکړه چې هلال یی لیدلی او قاضي یا حاکم یی شهادت و منلو نو روژه په ټولو مسلمانانو فرض شوه خو که قاضي یی شهادت و نه منلو نو یواځې په هماغه فرض ده. خو احناف، شوافع او امام احمد د یوه عادل مسلمان شهادت د روژې د تکمیل په وخت کې کافي نه بولي او وایي چې کم له کمه باید دوه کسان وي. جمهور علماء وایي چې که په یو ښار یا منطقه کې سپوږمئ ولیدل شوه نو روژه په ټول امت فرض شوه ځکه چې په ( صوموا لرویته …) کې حکم عام دی. خو د احنافو او شوافعو علماء یی بیا فرضیت تر هماغه ښاره محدود ګڼي او وایی د هر ښار خلک یی باید ځانته پخپله وګوري او یا ۳۰ پوره کړي او دلیل یی د کریب رض دا قول دی چې وایی زه په شام کې وم د روژې میاشت مو د جمعې په ورځ ولیدله بیا د میاشتې په اخر کې مدینې ته راستون شوم او ابن عباس رض را څخه وپوښتل. په کومه ورځ مو روژه نیولې؟ ما ځواب ورکړ د جمعې. ویی ویل مونږ د شنبې په ورځ لیدلی او اوس به یا ۳۰ پوره کوو او یا به د میاشتې په لیدو اختر کوو. کریب وایي ما وپوښتل معاویه رض هم ولیدله او روژه یی ونیوله. ایا دا کافي نه ده؟ هغه وویل نه. مونږ ته رسول الله داسې امر کړی. نو زمونږ علماء دغه حدیث دلیل نیسي چې د هر ښار او ورسره خوا کې پرتې منطقې به ځانته پخپله میاشت ګوري.
د روژې ډولونه
روژه په مطلق شکل په دوه ډوله ده.
۱ / فرض روژه
۲ / نفل روژه
فرض روژه بیا هم په دوه ډوله ده. یوه هاغه چې وخت یی ټاکل شوی وي لکه د رمضان روژه یا د نذر روژه چې روژه نیونکي ورته وخت معین کړی وي او دویم هاغه چې وخت ورته معین شوی نه وي لکه د روژې قضایي ، د نذر روژه چې د وخت تعین یی نه وي شوی د کفارې روژه وغیره. هسې خو احناف روژه په اته ډوله ښیی چې دلته ترې د موضوع د اوږدیدو له ویرې صرف نظر وشو.
د روژې ارکان
د روژې رکنونه دوه دي چې اول یی له مفطراتو څخه د دویمو سپیدو یا طلوع الفجر څخه تر ماښامه یا غروب الشمس پورې ځان ساتل دي او دویم یی نیت دی. الله عزوجل فرمایلي ( و کلوا واشربوا حتی یتبین لکم الخیط الابیض من الخیط الاسود من الفجر ثم اتموا الصیام الی الیل) البقره ۱۸۷
دا چې نیت ورته ضروري دی دلیل یی د عمر رض دا حدیث دی چې ( انما الاعمال بالنیات…). د نیت د الفاظو په خوله ویل ضروري نه دي خو د احنافو ځینې علماء یی مستحب بولي. احناف او شوافع د روژې نیت تر زواله پورې شرط ګڼي.
روژه په چا واجب ده؟
روژه په مسلمان، عاقل، بالغ، روغ، مقیم، او په هغه ښځه چې له حیض او نفاس څخه پاکه وي واجب ده. نو په کافر، لیوني، ماشوم، مریض، مسافر، حایض، نفساء، شیخ فاني، حاملې او شیدې ورکوونکې ښځې روژه نشته. هغه ډله خلک چې د روژې په نیولو مکلف نه دي د نه مکلفیت لاملونه یی یو تر بل توپیر لري چې د هر یو ذکر په لاندې ډول دی.
۱ / کافر او لیونئ : کافر په هیڅ اسلامي عبادت مکلف نه دی او روژه خو اسلامي عبادت دی او لیونئ که مسلمان هم وي نو په دې مبارک حدیث له مکلفیت څخه مستثنی دی ( رفع القلم عن ثلاثه: عن المجنون حتی یفیق، و عن النایم حتی یستیقظ، و عن الصبی حتی یحتلم) رواه احمد و ابو داودو الترمذي
۲/ ماشوم: سره له دې چې په ماشوم د پورتني حدیث په دلیل روژه نشته خو چې کله د بلوغ سن ته نژدې کیږي نو ولي ته یی پکار دي چې روژې ته یی د هغه د استطاعت په اندازه تشویق کړي تر څو عادت واخلي.
۳/ شیخ فاني: شیخ فاني ، او هغه مریض چې روژه ورته ضرر رسوي او مرض یی دایمي وي د بیلګې په ډول د شکرې سخت ناروغان نو فدیه ورکول پرې واجب دي او روژه پرې نشته. د شیخ فاني د عمر تعین په شریعت کې نه دی شوی سره له دې ځینې علماء یی د عمر اټکل له ۵۰ تر ۷۰ کالو کوي خو د احنافوډیري متاخرین علماء بیا د شیخ فاني په تعریف کي ټول هغه مسلمانان چې د عمر د ډیروالي په وجه یی بدن د روژې نیولو استطاعت نه لري ، داخل بولي. له ابن عباس رض څخه روایت دی ( رخص للشیخ الکبیر، ان یفطر و یطعم عن کل یوم مسکینا و لا قضاء علیه) رواه الدارقطني و الحاکم . ځینې فقهاء د مسکین د يوې ورځې طعام یو صاع او ځینو نیم صاع یا پیمانه ښوولې ده خو په احادیثو کې یی مقدار نه دی معین شوی. خو ډیري فقهاء یی اندازه نیمه کاسه ( تقریبآ دوه کیلو) غنم ، جوارو اوربشې او یا خرما ښیی.
۴/ شیدې ورکوونکې او حاملې ښځې: که چیرته شیدي ورکوونکې او یا حاملې ښځې په ځان او ماشوم ویریدې نو روژه پرې نشته قضایی به راوړي خو ابن عباس او ابن عمر رض وایی چې قضا پرې نشته او فدیه به ورکوي. امام شافعي او امام احمد رح بیا وایی که په ماشوم ویریدې نو قضا او فدیه دواړه ورباندې لازمه ده خو که په خپل ځان او ماشوم دواړو او یا یواځې په ځان ویریدې نو یواځې قضا به راوړي او فدیه پرې نشته.
۵/ مریض او مسافر: په دوی باندې صرف قضا ده خو که د مریض تکلیف دایمي وي نو صرف فدیه به ورکوي.
۶/ حایضې او نفساء: په دوی باندې قضا ده او فدیه پرې نشته د ټولو مذاهبو په اجماع او که یی د حیض یا نفاس په وخت کې روژه و نیوله نو روژه یی نه صحیح کیږي او قضایی به راوړي. او دلیل یی د عایشې رض عنها هغه حدیث دی چې وایي ( کنا نحیض علي عهد رسول الله فنومر بقضاء الصوم، و لا نومر بقضاء الصلاه) رواه مسلم و ابو داود
هغه ورځې چې روژه نیول پکې شرعآ منع ده.
۱/ د دواړو اخترونو ورځې: په دې ورځو کې د روژې نیول په اجماع سره حرامې دي. دلیل یی د عمر رض څخه روایت هغه حدیث دی چې وایی پیغمبر علیه السلام مسلمانان د اخترونو په وروځو کې له روژې نیولو منع کړي.
۲/ د تشریق ورځې: د تشریق په درې ورځو کې د روژې نیول جواز نه لري چې دلیل یی د ابوهریره څخه منقول هغه حدیث دی چې وایي پیغمبر علیه السلام عبدالله بن حذافه خلکو ته ولیږه چې ورته ووایی ( لا تصوموا هذه الایام، فانها ایام آکل وشرب وذکرالله) رواه احمد
همدا راز یو بل حدیث الطبراني په الاوسط کې هم له ابن عباس رض څخه روایت کړی دی. د تشریق ورځې هغو ورځو ته وايي چې د لوی اختر په سبا شروع کیږي او د جمهورو عالمانو په اند دا درې ورځې دي خو ځینې یی بیا دوه ورځې بولي. امام شافعي رح د تشریق په ورځو کې د هغو روژو د نیولو په جواز قایل دی چې سبب ولري لکه نذر ، کفاره او قضاء او بې سببه یی نیول جایز نه بولي.
۳/ د جمعې د ورځې روژه: د جمعې د ورځې انفرادي روژه هم د شارع لخوا منع شوې ځکه چې د جمعې ورځ د مسلمانانو اوونییز رخصت وي او روژه نیول پکې پکار نه دي. خو که چا ترې مخکې نیولې وي او یا په سبا یی هم د نیولو نیت لري نو باک نه لري. سره له دې چې زمونږ جمهور علماء دغه منعه د کراهیت له مخې بولي نه د تحریم له مخه. په بخاري او مسلم کې د جابر رض څخه یو حدیث روایت دی چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي ( لا تصوموا یوم الجمعه ، الا و قبله یومٌ او بعده یومٌْ )
د شنبې روژه: پیغمبر علیه السلام د شنبې په ورځ په ډیرو احادیثو کې منع فرمایلې ( لا تصوموا یوم السبت، الا فیما افترض/ ۴
علیکم …..) رواه احمد ، ابو داود، ابن ماجه و الترمذي
څرنګه چې د شنبې ورځ د یهودو د عبادت او تعظیم ورځ ده نو ځکه د اهل السنت والجماعت اکثرو علماو یی د یهودو سره د مشابهت له امله په نه نیولو ټینګار کړی.
۵/ شکي روژه: پیغمبر علیه السلام د شکي روژ ې له نیولو څخه منع فرمایلي. په ابو داود، ترمذي، نسايي او ابن ماجه کې له عمار بن یاسر څخه یو حدیث نقل شوی چې وایي نبي علیه السلام وفرماییل : ( من صام الیوم الذي یشک فیه، فقد عصی أبا القاسم ) علیه السلام.
۶/ عمري روژه : د ټول عمر له روژې څخه نهې او منع په ډیرو احادیثو کې راغلې نو ځکه د ټولومذهبونو علماو یی په تحریم اجماع کړې. په یو متفق علیه حدیث کې راغلي ( لا صام، من صام الابد)
۷/ د ښځې روژه چې خاوند یی حاضر وی: پیغمبر علیه السلام ښځې له داسې روژو څخه منع کړي . له ابو هریره رض څخه حدیث روایت دی ( لا تصم المرأّه یوماً واحداً و زوجها شاهد الا باذنه، الا رمضان) رواه بخاري، مسلم و احمد
همدا راز ځینې نور حالات او ځایونه به هم وي چې د روژې د نیولو تحریمي او یا تکریهي نهې به پکې راغلي وي چې زما نظر به نه وي لیدلي چې زه یی د نه ذکر کولو عفوه غواړم او د الله عزوجل لوی دربار ته لاسونه لپه کوم چې مونږ ته د ددې مبارکې میاشتې د روژو نیولو استطاعت را په برخه کړي او هغه مسلمانانو ته چې د صحي او نورو معاذیرو پر بناء یی له نیولو محروم دي هم اجر او صله ورکړي. و ما توفیقي الا بالله. والسلام