هرات:دهرات ځایي چارواکودچهارشنبې په ورځ رسنیوته ویلي،چې ددغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې دسړک غاړې دماین په چاودنه کې( ۲۲ )کسان وژل شوې اوپنځه ماشومان اویوسړی ټپیان دي .
داوبې امنیه قومندان،شیرآغاز الکوزی وایي،چې دغه پیښه تیره شپه هغه مهال وشوه ،چې دولسي وګړوموټردسړک غاړې په یوه ماین وربرابرشو.نوموړۍ زیاتوي،چې په وژل شویوکسانوکې دوولس میرمنې،نهه ماشومان اویو سړی شامل دي.
دالکوزي په وینا،دغه چاودنه دیادې ولسوالۍ په افساج سیمه کې شوې اود پیښې ټول قربانیان دیوې کورنۍ غړي وو.چارواکي وايي دپېښې مسوولیت دوسله والو طالبانو پر غاړه دی،خوطالبانو په دې اړه دم ګړۍ څه نه دي ویلي.دچارواکو په وینا په ظاهراه داسې معلومېږي،چې وسله والو طالبانو دغه ماین پرافغان امنیتي ځواکونو دبریدلپاره ځای پر ځای کړی و،خودملکي خلکو ګاډۍ پروختله. دتېرودووکلونو راهیسې افغانستان کې دوسله والو طالبانوله لوري دسړک غاړې ماینونوکارول زیات شوي، چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه