د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع چارو وزارت د حرکت موسسې په همکاري سره په افغانستان کښي د سوداګرۍ دجواز وخت له یوه کال څخه درو کالو ته زیات کړ. د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وایي مخکي تاجران او نورو سوداګریز نهادونه د جواز د کمې مودې په وجه له زیاتو ستونزو سره مخ ول، خو اوس تاجران کولای سي چي په دوو ورځو کښي د تجارت جواز له سوداګرۍ وزارت څخه تر لاسه کړي. د سوداګرۍ وزیر دا هم وویل چي پلان لری چي وروسته له درو کالو څخه به د سوداګرۍ د جواز موده پنځو کالو ته زیاته کړی.
د افغانستان د مالیې وزارت د حرکت موسسې او سوداګرۍ وزارت ددې ګام سره ځکه مخالفت کړی دئ چي په وینا ئې دخصوصي سیکټور څخه به دماليې راټول ورته مشکل وي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه