کور / تازه خبرونه / سناتوران: پاكستان د طاعون په مرض اخته دئ

سناتوران: پاكستان د طاعون په مرض اخته دئ


امريكايي مطبوعاتو د دوو سناتورانو باب كيزي او كارل ليوين له خوا يو راپور خپور كړئ، چي پكښي راغلي دي پاكستان په دې وروستيو كي د تروريستانو له لاسه د طاعون په مرض اخته سوى او په تېرو څو مياشتو كي د دغه هيواد پوځ هم له تروريزم سره په جنګ كي سخت ځاني تلفات پر ځان وړي دي.
راپور وايي د تروريستانو دپاره تر ټولو خوندي پټنځاى د قبايلو نيمه خپلواكي سيمي دي، چي شمالي او جنوبي وزيرستان هم پكښي شامل دئ. او د بلوچستان ايالت د كوټي ښار د طالبانو او القاعدې د روزني او افغانستان ته د هغوى د لوژيستيكي اكمالاتو تر ټولو غټ مركز دئ.
راپور زياتوي افغانستان له اوو كالو راهيسي د طالبانو له چاودنو او بريدونو سره مخ دئ، خو افغانان په خپل هيواد كي تر موقت او انتقالي حكومتونو وروسته د يوه انتخابي حكومت د جوړېدو، د ديموكراسۍ د ټنګېدو او د پارلماني انتخاباتو شاهدان دي.
كه څه هم افغانستان تر لومړني انتخابي حكومت وروسته پسله څلورو كالو د جمهوري رياست نوو انتخاباتو ته تيارى نيسي، خو له دې ټولو برياليتوبونو سره – سره طالبان يو ځل بيا د القاعدې او د نشيي توكو د تجارت په مرسته د حكومت په مخ كي د يوه قوت په توګه راڅرګند سوي دي او افغان حكومت او نړيوال ځواكونه يې له يوه چلنج سره مخ كړي دي.
دغه راپور چي سناتورانو باب كيزي او كارل ليوين افغانستان او پاكستان ته د يوه سفر په ترڅ كي كښلى، زياتوي چي افغانستان اوس هم هغه هيواد دئ چي په يوازي سر د دنيا ۹۰ فيصده هيروئين توليدوي.