اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تازه غبرګون کې د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي څرګندونې ” د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه بله هڅه ” بللې ده.جنرال شیر محمد کریمي ویلي وو، که چېرې پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، افغانستان کې اونیو کې سوله راتلی شي.خو پاکستان وايي، چې دوی پر افغان طالبانو هېڅ کنټرول نه لري او نه یې هم طالبان پر افغانستان ور “ایله ” کړي دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې “موږ دا څرګندونې په مطلق ډول ردوو. په تېرو څو میاشتو کې د افغان ملکي او پوځي چارواکو د تندې لهجې پر وړاندې پاکستان د چوپې خولې سیاست غوره کړ”.دغه وزارت همدا شان ویلي چې “دا ډول څرګندونې د افغان حکومت د ننه د ځینو عناصرو له لوري د بې اتفاقۍ لپاره لمن وهل دي. پاکستان تل د افغان مشرتابه په غوښتنې د پخلاینې د بهیر ملاتړی رول لوبولی. د دې بهیر مخته بېولو کې زموږ رول ټولو ته مالوم دی”.د پاکستان حکومت وايي، د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو مخنیوی نه کوي، چې افغانستان ته د سولې راتلو لپاره یې کوي.پاکستان وايي، تمه یې دا ده چې افغان چارواکي له “بې بنسټه” ادعاوو ډډه وکړي، “بلکې د یوه داسې چاپېریال رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې وکړي، چې ګډو اهدافو، سولې، ټیکاو او پرمختګ ته د رسېدو لاره هواره کړي”