د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي د تيرو څلرويشتو ساعتونو په اوږدو کي د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو له لوري ګډ عمليات تر سره سوي دي،
په دي خبرپاڼه کي راغلي دي چي دا عمليات يي د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کي تر سره کړي دي ،او پر مهال يي ګڼ شمير وسله وال طالبان وژلي او نيولي دي،
د کورنيو چارو د وزارت په دي خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دي عملياتو کي ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي، ويل کيږي چي ددي عملياتو پر مهال يي ګڼي وسلي او مهمات هم تر لاسه کړي دي،
ددي سره په يوه وخت کي بيا د وسله والو طالبانو له لوري په خپره سوي خبرپاڼه کي د کورنيو چارو وزارت له لوري خپره سوي خبرپانه رد سوي ده،
په دي خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو څلرويشتو ساعتونو کي يي په لسګونه کورنيو او بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي ،او ګڼ ټانکونه او رينجر موټرونه يي ويجاړ کړي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.