ډير ژر به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په برخه کي پرمختګ وسي
د امریکا دفاع وزارت پرون ويلي چي د کابل له لوري د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د خبرو له ځنډېدو سره سره به ډېر ژر په دې برخه کي پرمختګ وسي.
اولسمشرحامد کرزي په دې اړه خبري په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانیستو پر څرنګوالي له اعتراض وروسته وځنډولې او وې ( وه ئې ) ویل چي دا خبري یوازي هغه وخت بیا پیلېدای سي چي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
د پنټاګون ویاند جورج ليټل پرون په واشنګټن کي خبریالانو ته وویل امریکا هیله لري چي له افغانستان سره د امنیتي همکاریو د دوه اړخیز تړون په برخه کي به ډېر ژر پرمختګ وسي.
نوموړي زیاته کړه چي په دې اړه به خبري اتري دوام وکړي.