افغان مقامات وايي پاکستان ورڅخه له طالبانو سره د سولي د خبرو په بهیر کي هغوی ته د یو شمير ولایتونو د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ارشاد احمدي ویلي چي دا غوښتنه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کي له افغان سفیر عمر داودزي سره په کتنه کي کړې ده.
د نوموړي په وینا په دې کتنه کي چي تېره جمعه سوې، دغه پاکستاني مقام په افغانستان کي د فدرالي نظام موضوع هم یاده کړې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي د سرتاج عزیز او افغان سفیر ترمنځ یوازي تشریفاتي غونډه سوې او په دې کتنه کي طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو موضوع نه ده ياده سوې.