کور / تازه خبرونه / پاکستان : شااخوا ١٠٠ توغندي پر افغانستان اورولي

پاکستان : شااخوا ١٠٠ توغندي پر افغانستان اورولي

د پاکستان پوځ د کونړ په دريیو ولسوالیو سل توغندي ویشتلي دي.
د کونړ والي وايي د پاکستان پوځ په تیرو څلوریشتو ساعتونو کي د کونړ دري سرحدي ولسوالۍ دانګام، سرکاڼو او شیګل په څه د پاسه سلو توغندیو او د توپ په مرمیو ویشتلي دي.
سید فضل الله وحیدي ويلي چي دغو تازه بریدونو خلکو ته مالي تاوانونه اړولي؛ خو څوک يي مړه یا ژوبل کړي نه دي.
د کونړ والي وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسي د پاکستان له خاوري پر کونړ ولایت د درنو وسلو ۷۰۰ مرمۍ او توغندي لګیدلي دي.
د چارواکو په وینا، د پاکستان له خاوري راکټي حملو د کونړ په سرحدي ولسوالیو کي سلګونه کورنۍ بي ځایه کړي دي.