عراقي چارواکي وايي د بغداد شمال ختيځ دیالي ولایت حسینیه کي ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي.
ملګرو ملتونو مخکي ویلي وو چي په تېره جون مياشت کي په دې هيواد کي مرګوني بریدونه سوي، چي لږ تر لږه ۷۶۱ کسان پکښي وژل سوي دي.
تېره مي له ۲۰۰۶ راهیسي په عراق کي تر ټولو ډيره خونړۍ میاشت وه، چي لږ تر لږه زر کسان پکښي وژل سوي ول.
یوازي تېر کال په عراق کي ۴۴۷۱ کسان وژل سوي ول.
همدا ډول د يوې عربي خبري سرچينې په وينا چي د دې ولايت په مرکز بغداد کي ١٠ نور کسان په يوه چاى ځاى کي وژل سوي.