په ګرجستان کي د اکتوبر په یوديرشمه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي
د ولسمشر ساکاشویلي مطبوعاتي دفتر تيره ورځ وویل؛ ولسمشر فرمان لاسلیک کړی چي، له مخي به يي د راتلونکي اکتوبر وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو ورځ وي.
ولسمشر ساکاشویلي چي د جمهور رییس په توګه يي دوهمه دوره روانه ده؛ د بلي ریاستي دوري لپاره ځان نه کاندیدوي.
د ګرجستان صدراعظم “بیدزینا ایوانشویلي” تیره اونۍ وویل؛ هغه دا احتمال نه ردوي چي، د ولسمشر په توګه د ساکاشویلي د کار له پای ته رسيدو وروسته به نوموړی ونه نیول سي.
په تیر اکتوبر میاشت کي په پارلماني انتخاباتو کي د ولسمشر ساکاشویلي د واکمن ایتلاف له کامیابۍ وروسته د اپوزوسیون زیات شمیر غړي د حکومت له خوا په جرمونو تورن سول.