د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي شپږ وسله وال په خپل ماين کي وژل سوي.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه رالېږل سوې او پکښي ليکي چي د وسله والو درې کسان د پنجوايي اولسوالۍ د بدوان په سيمه کي پر خپل ماين ختلي او وژل سوي او درې نور ئې د ژړۍ اولسوالۍ په اړونده سيمو کي هغه وخت ووژل سول چي کله خپل ماين ور باندي وچاودېد.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.