د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت ميانشين اولسوالۍ کي ئې عمليات کړي.
چارواکي وايي چي دا عمليات د افغان ملي اردو ځواکونو له خوا د منډي په ساحه کي ترسره سوي چي په پايله کي ئې چاودېدونکي توکي او د چاوېدونکو توکو ډکي (٤) شل کېلويي ډبې، (٥) ماينونه او (٤) موټرسايکلونه د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.