کور / تازه خبرونه / ميانشين: د ٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

ميانشين: د ٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د کندهار ولايت په ميانشين اولسوالۍ کي تېره ورځ څلور وسله وال طالبان د يوه هوايي بريد په ترڅ کي وژل سوي.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د دې پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي يادو کسانو غوښتل چي دا ماينونه د منډي په ساحه کي ځاى پر ځاى کړي.
خبرپاڼه ليکي چي د يادو کسانو څخه ئې وسلې او مهمات هم نيولي.
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.