ولسمشر حامد کرزي په پيښور او کوټي ښارونو کي ځان وژونکي حملې وغندلې .
د جمهوري ریاست په يوه اعلامیه کي راغلي چي ښاغلي کرزي د تروریزم او افراطیت په له منځه وړلو کي د دواړو هیوادونو تر منځ پر صادقانه همکارۍ ټینګار کړی او ډاډ ئې څرګند کړی چي افغانستان په دي لاره کي هر ډول همکارۍ ته چمتو دئ.
د ریپوټونو له مخي، د سهيلي پښتونخوا د کوټي په ښار او په پېښور کي او ورته نورو سيميو کي په جلا تروریستي حملو کي لسګونه کسان ووژل سول چي پکښي ښځي او کوچنيان هم شامل ول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه