د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د بهیر له پيله تر اوسه پوري څه باندي ۷۵ زره خلکو د رایي ورکولو کارټونه اخیستي دي.
د دي خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي نن وویل، چي دی د ټاکنو د امنیت په اړه لا هم اندیښمن دئ
د ټاکنو له پاره د رایي ورکوونکو د نوم لیکني بهیر یوه میاشت مخکي په کابل او د ټولو ولایتونو په مرکزونو کي پيل سو او ټاکل سوې ده چي څلور میلیونه کسانو ته د رايي ورکولو نوي کارټونه ووېشل سي.