کور / تازه خبرونه / د درو قوماندانو په ګډون د ١٢ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د درو قوماندانو په ګډون د ١٢ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

په بالامرغاب کي د درو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل سوي دي.
چارواکي ادعا کوي، چي د بادغيس په بالامرغاب کي د سرحدي پوليسو پر پوستو په بريد کي د درو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل سوي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف نن وويل، چي د بالامرغاب په مورچاق کي د ٥٠٠ وسله والو له لوري د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد سوى وو.
د نوموړي په وينا، تر دوو ورځو پوري له پوليسو سره اړيکي پرې سوي وې، خو اوس د هوا له لاري ورته اکمالات سوي او وسله وال له سيمي وتلي دي. د ده په خبره، دوى وتوانيدل، د مخابرې او د ازبکستان د ټيليفوني شبکو په مټ له پوليسو سره اړيکي ټينګي کړي. د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال هم دا مني، چي د بالامرغاب د سرحدي پوليسو محاصره ماته سوې او په شپږ ساعته جګړه کي ئې د درو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال وژلي دي. هغه زياتوي، بالامرغاب د بادغيس مرکز شمال لويديځ ته لري پرته ولسوالۍ ده، چي د مځکي له لاري يي اکمالات ستونزمن دي، خو نن يي د الوتکو له لاري په سيمه کي د امنيتي ځواکونو هر اړخيز اکمالات وکړل.
د ميرزکوال په وينا، په دي نښته کي دري سرحدي پوليس هم ټپيان سوي دي. وسله والو طالبانو تر دي مهاله د بالامرغاب د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.