په روزګان کي پنځوسو نرسانو فراغت ليکونه تر لاسه کړي.
د روغتیا په برخه کي د نرسانواو قابلو روزنه د مور او کوچني د مړیني په کچه کي د پام وړ کموالی رامنځ ته کوي.
که څه هم په روزګان ولایت کي د لیرو پرتو اولسوالیو او سیمو خلک له لومړنیو روغتیایي خدمتونو څخه برخمن دي خو له دې سره سره ځیني ستونزي په یادو سیمو کي ستون لري، د بېلګي په توګه په ليرو پرستو سیمو کي د نرسانو او قابلو د نستوالي له کبله یو شمېر مېندي د زیږون پر مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي آن داچي خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
د عامي روغتیا ریاست د یادي ستونزي د حل په موخه دامهال د مرستندویه ټولني په مرسته ۵۰ قابلګانو او ۲۶ نرسانو ته دوه کلنۍ زده کړي پیل کړي دي.
د عامي روغتیا رییس خان آغا میاخیل وایي چي د یادو قابلو او نرسانو په روزلو سره به د زیږون پر مهال د مور او کوچني د مړیني په کچه کي د پام وړ کمی رامنځ ته سي.
نوموړي زیاته کړه یادي قابلې او نرساني د ترینکوټ د مرکز په ګډون له یو شمېر اولسوالیو څخه راغلي او په زده کړه بوخت دي چي له دوه کلو زده کړو وروسته به د عامي روغتیا وزارت له لوري د قابلګۍ او نرسنګ په برخه کي د دوو کلونو زده کړو رسمي سند ورکول سي، چي وروسته به خپلو سیمو ته ځي او هلته به په روغتیایي مرکزونو کي خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندي کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه