د خوست ولايت د سرحدي پوليسو يوه سرچينه وايي چي تېره ورځ د دغه ولايت په بابرک تاڼه سيمه کي د سرحدي پوليسو پر ګزمه د ماين چاودنه سوې چي په پايله کي ئې دوه سرحدي پوليس وژل سوي اويو بل ټپي سوى دئ.
ياده سرچينه ليکي چي دا چاودنه هغه مهال وسوه چي پوليس په ګزمه بوخت ول.
د پېښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دئ او ليکي چي په دې چاودنه کي ئې دوه سرحدي پوليس وژلي او درې نور ئې ټپيان کړي.