د پروان ولايت مرستيال والي وايي دغه چاودنه په يوه ټانکر موټر کي د مقناطسي ماين له امله رامنځته سوې ده چي په پايله کي ئې يو اولسي وګړى ټپي سوى.
نوموړى وايي دغه ټانکر د شمال له خوا څخه د کابل پر لور روان وو چي دماين چاودنه ورباندي سوې ده .
هغه وايي دغه چاودنه د پروان ولايت په آخرني ساحه کي ترسره سوې،چي يوازي ټانکر په کښي سوځلى او نور کوم چاته زيان نه دئ رسېدلى.
دپېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.