دننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدشريف امين وايي چي يو کس چي غوښتل ئې ځان وژونکې حمله ترسره کړي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول سوى.
د شريف په خبره دغه بريد ګر په ځان وژوونکي واسکټ ، لاسي بمونو او کلاشينکوف سمبال وو چي د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول سو .
هغه وايي د نيول سوي ځان وژونکي څخه دم ګړى پوښتني رواني دي.
د يادوني وړ ده چي دا لومړي ځل نه دي چي په دغه ولايت کي ځان وژونکي نيول کيږي بلکي تر دي مخکي هم په دغه ولايت کي د امنيتي ځواکونو له لوري ورته کسان نيول سوي دي.