کور / تازه خبرونه / کجکى : ١٤٠ شوراګاني منظوري سوې

کجکى : ١٤٠ شوراګاني منظوري سوې

په کجکي کي د ملي پیوستون ١٤٠ شوراګاني منظور سوي
دکلیو او پراختیا ریاست استازي دیوي غونډي په ترڅ کي وويل ، چي یادي شوراګاني به دروان کال ترپایه خپلي چاري پیل کړي .
د هلمند والي او دبیلا بیلو ریاستونو مسئولین راغوښتل سوي ول چي دکجکي په اولسوالي کي دپروژو دپیل کيدو په اړه غونډي ته معلومات وړاندي کړي .
دپوهني رئېس محمد نسيم صافي وويل: چي په کجکي اولسوالي کي دزده کونکو او ښوونکو دتدريسي ځايونو له پاره به خيمي ورکوي او ترڅنګ به دښوونځيو له پاره ساختماني پروژي پلي کړي.
د ارشاد حج اوقافو رئيس وايي ، دوی په کجکي کي د ملا امام ترڅنګ خطيب او نور ساتونکي په دنده ګماري او ترڅنګ بې ( به ئې) داسلامي مقدساتو په جوړولو کي کار وکړي.
دټولګټو چارو امر عبدالقادر نصرت وويل چي يو شمېر بيارغنيزي پروژې به په کجکي اولسوالۍ کي د دوی د عادي بوديجي لخوا پلي سي.