د عراق په پلازمينه بغداد کي یوې بمي چاودني لږ تر لږه نهه کسان وژلى، دا چاودنه د دې هيواد د پلازمېني بغداد د جنوب ختیځ په “نهروان” سیمه کي سوې. د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي چي دې چاودني له شلو زیات کسان ټپیان کړي هم دي چي ډېری ئي له شپاړسو کالو کښته عمره تنکي ځوانان دي.
همدا ډول په موصل، دور، شرګت او هلاله ښارونو کي هم چاودني سوي چي لږ تر لږه شپږ کسان پکښي ووژل سول او اته نور ټپیان دي.
په تېره جون میاشت کي په عراق کي دا ډول پيښو څه باندي څلور سوه کسان وژلي. په تېرو پرله پسې درو میاشتو کي هره میاشت په همدې شمير خلک وژل سوي دي.