کور / تازه خبرونه / ډېويډ کامرون قزاقستان ته رسېدلى

ډېويډ کامرون قزاقستان ته رسېدلى

کامرون د برتانیا لومړنی برحاله صدراعظم دئ چي د تېلو د غني زېرمو لرونکي قزاقستان ته رسمي سفر کوي.
نوموړی افغانستان او پاکستان ته له سفر وروسته قزاقستان ته ولاړى او تمه کېږي چي د اولسمشر نور سلطان نظربایف په ګډون له قزاق چارواکو سره به د افغانستان پر حالاتو خبري وکړي.
ناټو په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د اکمالاتو له پاره د قزاقستان د اورګاډي له پټلۍ څخه کار اخلي او ټاکل سوې ده چي له همدي پټلۍ څخه به د ۲۰۱۴کال په پای کي له افغانستانه د نړۍ والو ځواکونو او تجهیزاتو د ايستلو له پاره هم کار واخیستل سي
د برتانیا صدراعظم به د قزاقستان له چارواکو سره د انرژۍ او ټرانسپورټ په ګډون د دوه اړخیزو تجارتي همکاریو په اړه هم خبري وکړي.