کور / تازه خبرونه / کابل : د ١ ځانمرګي بريدکوونکى د وژلو ادعا وسوه

کابل : د ١ ځانمرګي بريدکوونکى د وژلو ادعا وسوه

د کابل پوليس وايي چي يو ځانمرګى وروسته له هغه ووژل سو کله چي ئې غوښتل د ملي امنيت پر رياست بريد تر سره کړي.
په سيمه کي پوليسو ويلي چي دغه ځانمرګى بريد کوونکي غوښتل چي پر ياد رياست بريد تر سره کي خو مخکي تر دې چي موخي ته ورسېږي په نخښه سوى او وژل سوى دئ.
تر اوسه پوري د دې پېښي د نوري مرګ ژوبلي په اړه رسمي راپور نه دى ورکول سوى خو د ملي امنيت عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه پېښه تېره ورځ رامنځته سوې ده.
سرچينې د بريدکوونکى د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وايي چي ځانمرګي بريدګوونکي پوځي جامې اغوستي وې.
د ملي امنيت عمومي رياست زياتوي، چي ياده قضيه تر څېړني لاندي ده.
د دې پيښي مئووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى.
د يادوني وړ ده چي تېر کال د مرغومي مياشتي په ٢٧مه پنځو بريدګوونکو چي په ځانمرګو واسکټونو، ماينونو او کلاشينکوفونو سمبال ول صدارت څلورلاري ته نږدې د ملي امنيت د موظفينو له خوا ووژل سول.
هغوى نيت درلود چي له چاودېدونکو توکو ډک د ټونس موټر په وسيله پر دولتي تاسيساتو بريد وکړي.
په دي پېښه کي د ملي امنيت يو عسکر وژل سوى وو او او ١٧ اولسي وګړي ټپيان شوي ول، مئووليت ئي وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى وو.