کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څوک وايي چي قانون ړوند دئ ؟

څوک وايي چي قانون ړوند دئ ؟

توره شپه وه، رڼا خپل ټغر ټول او تورتم خپل ټغر د ځمکې په مخ غوړولئ وه.
د ډوډۍ د خوړلو او د ماسختن د لمانځه وروسته د ويده کېدو په موخه خپل کټ ته لاړم.
د زياتې سړې هوا څخه د ژغورنې لپاره مې ځان په توده بړستن کې ښه تاو کړ.
مخ مې هم په بړستن کې پټ او په سوچ کې لاړم.



دا خبره مې په فکر کې راغله چې د خلکو دا خبره چې قانون ړوند ده، سترګې نلري خو غوږونه لري په اوس وخت کې په بشپړ ډول غلطه ښکاري.
ښایی د خلکو دا خبره به پخوا پخپل ځای صحيح وه مګر څرنګه چې نړۍ ډېر پرمختګ کړی ښايي چې قانون هم پرمختګ کړی وي او د غوږونو سربېره يي سترګې هم پيدا کړي وي.
نه نه. ….
ښايي چې قانون زمونږ څخه هم ډېرې غښتلې سترګې لري.
هرڅه ډېر ښه ويني.
له مونږ څخه هم ښه.
هغه داسې چې قانون هغه خلک چې وسه ېې پرې کېږي که په ډېر کوچني جرم هم تورن شي نو سمدستي ېې نيسي او د تورو تمبو شاته ېې اچوي مګر زورواکي چې وسه ېې پرې نه کېږي که ډېر غټ جرم هم وکړی نو سترګې پرې ړندې او غوږونه پرې کاڼه اچوي.


ښايي چې مونږ به ړانده يو.
ځکه د خلکو جرم وينو خو د هغوی ځواک نه وينو.
دا نه وينو چې قانون دا وسه لري چې هغه ونيسي او حساب کتاب ورسره وکړي.
ډېر ځل داسې هم کېږي چې قانون يو څوک پرته له جرم نه نيسي.
خو ډېر ژر پدې پوهېږي چې پيسې ورسره نشته او ماته ترې څه لاس ته نه راځي.
نو سمدستي ېې خوشې کوي.
نو قانون ړوند ده او که مونږ؟
څوک وایی چې قانون ړوند ده؟
قانون له مونږ نه ډېر بينا ده.