کور / هراړخیز / د پولیسو په دندو کې دقت،سرعت او جدیت

د پولیسو په دندو کې دقت،سرعت او جدیت

بسم الله الرحمن الرحیم

پو لیس یوه لاتیني کلمه ده چې له دوو کلمو (پو) او (لیتیا) څخه اخیستل شوي ده چې د ښار د ساتونکي مانا لیږدوي يانې (پو) ښار او (لیتیا) ساتونکي ته وايي نو پدې اساس دغه ساتونکي ته په کار ده چې د ښار ساتنه په پوره ذمه وارۍ دقت،سرعت او جدیت سره ترسره کړي تر څو له خپلو مسولیتونو څخه بریالی راووځي.
ځکه چې موږ ا و تاسو پوهیږو چې په ښار کې هر دول خلک اوسیږي . ویښ او اوده چالاکه او تنبل لیوني او هوښيار همدا راز رنګه رنګ کاروبارونه او معاملې په ښار کې ترسره کیږي . د دغو کاروبارونو او معاملو لپاره بېلا بېل سرایونه ، دکانونه ، مارکیټونه ، کوڅې او … شتون لري نو ځکه پوه او مسلکي پوليس هر وخت باید دقیق ، سریع يانې ګړندی او جدي و اوسی تر څو خپل مسولیتونه په ډاډمنه توګه سرته ورسوي .
دقت:
دقت ددې لپاره چې ښه قضاوت يې کړی وي او ښه پوهه يې ترلاسه کړي وي هرې پيښې ته د داخلید لو سره سم باید موضوع له هرې خوا څخه په بیړه خو دقیق ډول وڅېړي پر پېښه د بريا د تر لاسه کولو لپاره باید هغه ټول خنډونه چې نوموړي هدف ته د رسیدو په لاره کې موجود وي په نښه او د له منځه وړلو په اړه يې له دقت څخه کار واخلي . تر څو حساب يې برابر وخیژي . ښه او مسلکي پولیس هر وخت هره موضوع له ډیرې وړې او ضعیفې نقطې څخه پیل کوي تر څو يې ګام په ګام تحلیل کړي او ورپورې نښتي غټ او واړه موضوعات مشخص کړي بالاخره د مالوماتو يوه پوره ټولګه لاسته ته ورځي او د اقدام لپاره له سرعت څخه کار اخلي.
سرعت:
سرعت ددې لپاره کله چې پېښه يا موضوع تحلیل شوه د بر بالیتوب او ناکامۍ ټولې خواوې يې وڅیړل شوې د خنډونو د له منځه وړلو او بریالیتوب ته د رسیدلو ټول ادرسونه يې په نښه شول بیا نو يوه تکړه او مسلکي پولیس ته پکار ده چې له زیاتې چټکتیا څخه کار واخلي ځکه چې وخت تر ټولو قیمتی نعمت دی. د وخت له لاسه ورکول د ناکامۍ لومړۍ پوړۍ ده هر عمل او اقدام چې په تېزۍ سره په خپل وخت ترسره شي مېوه يې خوندوره وي . نو له همدې امله باید ووایم چې په وخت اقدام کول د یوه پوه او مسلکي پولیس له ځانګړو مشخصاتو څخه یوه خوږه ځانګړنه ده خو له دقت څخه وروسته په سرعت سره عمل کول بیا د يوه مسلکي پوليس شخصي (ستاره یی) عمل دی چې انشاالله بریالیتوبونه به یې هم په برخه وي .له سرعت سره نښتي جدیت او جرآت د څه لپاره ضروري دي؟
جديت او جرآت :
جديت او جرآت ددې لپاره ضروري دي چې په هر ډول پېښه کې باید د یوه مسلکي پوليس ټول فزیکي او رواني حالات او خواص باید په خپل کنترول کې وي د پيښې په هره خوا د اړولو واک يې په لاس کې وي تل نوښتګر وي هر وخت او په هر ډول حالاتو کې د ضروري .متناسب او قانوني اقدام په اړه ډاډمنه پرېکړه کولای شي وار خطا او مذبذب باید نه وي حتی که په ځمکه باندې قدم هم ږدي په جدیت او شدت سره يې باید ورباندې کیږدي ځکه چې دغه کار پخپله په تورن او يا پیښې ته په نږدې کسانو باندې ملا ماتونکی تاثیر غورځوي. تاسو فکر وکړي په ملکي او روز مره ژوندانه کې هم همداسې ده که تاسو يوه چاته يوه خبره څو ځله تکرار کړی خو د هغه سر ورباندې نه خلاصیږي حتی که هغه له ناروا څخه د منع کولو لارښوونه هم وي خو که تاسو په جدیت سره هغه ته ووایی هغه بیا منع کیږي ځکه هر وخت چې څوک جدي و اوسي مقابل لوری پدې پوهیږی چې جدیت د اقدام کولو لومړنی رنګ دی او په جدیت او جرآت سره اقدام بیا د مجرمینو، قانون ماتونکو او هغو لېوانو لپاره چې هر وخت او په هر عصر کې یې د ټولنې پر ورمېږونو کې خولې ورکړي او له همدې لارې څخه خپل هوسا ژوندانه ته دوام ورکوي ډېر سخت او له زغم څخه وتلی وي.
دویم ساتنمن جلال خپلواک (کندک ریزرف عملیاتي)